د بارانونو وریدو پس د پاکستان په بیله بیلو سیمو کښې هوا یخه شوې

باغی ټي وي رپورټ
د آزاد کشمیر، سوات، جهانیا، لودھرا، لیه او بهاولنګر پشمول د ملک مختلفو ښارونو کښې د باران وریدو سره موسم خوندور او یخ شوې دې.
تيره ورځ په راولپنډۍ، اسلام آباد، مردان، بنو او ملتان پشمول جنوبي پنجاب ، او په قبایلي سیمو کښې سخت باران او ږلې وشوه.
بارانونو له وجې د ژوب په بارکان ضلع کښې د ايشاني بدياني بند باندې اوبه را وااوختې او د ډيره بګټي او موسی خيل ځينې سيمې ډوب شوي دي.
د موسمياتو محکمې نن په اسلام آباد، پنجاب، خېبرپښتونخوا، شمالي ختيز بلوچستان، ګلګت بلتستان او کشمير کښې د نور باران وریدلو امکان څرګند کړے دے۔





