پیښور د نشه ی توکو څخه د پاکولو کمپاین دوام لري

0
113

باغی ټي وي رپورټ
پېښور کې د نشه يي توکو څخه د پاکولو کمپاین دوام لري، د پیښور انتظامي چارواکو یو شمیر هغه کسان چې نشې کوي ، د بحالۍ مرکزونو ته رسولي او ددوی درملنه روانه ده.
د کمشنر پيښور ډويژن رياض خان محسود او ډپټي کمشنر پيښور شفيع الله خان په هدايت د ايډيشنل ډپټي کمشنر محمد عمران خان ملګري د فلاح فاونډيشن رائل بالا ريسټوريشن سنټر دوره اوکړه۔
نوموړي د پيښور د نشه يي توکو څخه د پاک کمپاين په ترڅ کې نيول شوي په نشه يي توکو روږدو کسانو سره وليدل او هغوى ته يې د برابرو شويو اسانتياوو کتنه وکړه او پر مهال يې پرسونل ته لارښوونه وکړه.
چې په نشه يي توکو روږدو کسانو ته غوره اسانتياوې برابرې کړي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د پیښور انتظامیه په ښار کښې هغه کسان د بحالۍ مرکزونه ته ورسول چې په نشو روږدي دي، د انتظامیه افسرانو وینا ده دوی غواړي چې د خیبر پښتونخوا،پيښور کښې په نشو روږدي کسان دې مرکزونه له راوړي او ددوی درملنه وکړي چې دوی هم د عام انسانانو په شان ښه ژوند تیر کړي.
د نشه ی توکو په ضد کارکوونکو ، د مدني او د خیر ښیګړې تنظیمونو مشرانو د پیښور انتظامیه ددې کمپاین په ښو ټکو کښې ستاینه کړې ده او غوښتنه ی کړه ده چې دا کمپاین دې دوام وکړي چې پیښور د نشه توکو او په نشه توکو اخته کسانو څخه پاک کړې شي.

Leave a reply