په نړیواله کچه د خوړو ناورین پر افغانستان هم ناوړه اغېز کړی دی

0
265

 په نړیواله کچه د خوړو ناورین پر افغانستان هم ناوړه اغېز کړی دی

په افغانستان کې له یوې خوا بېکاري، وچکالي، کمزوری اقتصاد، د شتمنیو کنګل کول د لوږې د پراختیا لامل دي او له بلې خوا په نړیواله کچه د خوارکي توکو د بیې لوړېدل هغه څه دي چې دا ناورین یې لا پسې پراخ کړی دی.

 

(2022 / 6 / 19  نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 په نړیواله کچه د خوړو ناورین پر افغانستان هم ناوړه اغېز کړی دی. نړیوالې رسنۍ وایي دا چې په وروستیو کې په نړیواله کچه د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي، خو افغانستان په داسې یوه حالت کې له دې وضعیت سره مخ شوی چې تر سختو اقتصادي فشارونو لاندې دی.

سرچینه کاږي په نړیواله کچه د خوارکي توکو بیې د نورو هېوادونو په پرتله پر افغانستان ډېر ناوړه اغېز کړی دی.

په افغانستان کې له یوې خوا بېکاري، وچکالي، کمزوری اقتصاد، د شتمنیو کنګل کول د لوږې د پراختیا لامل دي او له بلې خوا په نړیواله کچه د خوارکي توکو د بیې لوړېدل هغه څه دي چې دا ناورین یې لا پسې پراخ کړی دی.

په نړیواله کچه وروسته له هغه د خوراکي توکو بیې لوړې شوې چې نړۍ ته د غلو دانو دوو سترو صادروونکو هېوادونو اوکراین او روسیې په خپلو کې جګړه پيل کړه.

Leave a reply