کاناډا لۀ پاکستان څخه د خپلو ۳۱۳ افغان همکارانو د لېږد خبر ورکړی دی 

0
807

کاناډا لۀ پاکستان څخه د خپلو ۳۱۳ افغان همکارانو د لېږد خبر ورکړی دی 

د یادونې ده چې په پاکستان یو شمېر نورو ګاونډیو هېوادونو کې د امریکا ویزو ته پرتو افغانانو ته هم په اسنادو کې د ستونزې د نه موجودیت په صورت کې امریکا ته د استول کېدو ژمنه ورکړل شوې ده خو ټینګار یې کړی دی چې دا پروسه به میاشتې وخت ونیسي.

(2022 / 6 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کاناډا وايي، له افغانستانه يې څه باندې ۱۶ زره افغانان لېږدولي دي.

د کاناډا د کډوالو چارو وزير شان فريزر په يوه ټويټ کې ويلي چې تازه له پاکستانه ۳۱۳ تنه ونکوور ته لېږدول شوي چې په دې سره له افغانستانه د دغه هيواد د لېږدول شويو پخوانيو همکارانو شمېر له ۱۶ زرو اوښتی دی.

د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي، له نورو ادارو سره په ګډه کار کوي چې د نوي لېږدول شويو افغانانو ټولې اړتياوې پوره کړي.

Leave a reply