ترکمستان لۀ افغانستان سره د اړیکو د پراختیا خبر ورکړی دی 

0
134

ترکمستان لۀ افغانستان سره د اړیکو د پراختیا خبر ورکړی دی 

ستانکزي د ترکمنستان له سفیره غوښتي، چې د کرونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي له کبله، چې په ترکمنستان کې د افغان زدکړیالانو زدکړې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې وي اوس په کار ده، چې زدکړې یې بیا پیل او محصلین بېرته خپلو زده کړو ته ستانه شي.

 

(2022 / 6 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف ویلي چې په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ سره د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم مخ پر پراخېدو دي.

نوموړي دا څرګندونې د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي سره په لیدنه کې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ستانکزي د افغانستان او ترکمنستان اړیکې دوستانه او پر مشترکو ګټو ولاړې بللې او زیاته کړې یې ده چې د ا.ا د ټاپي پروژې ته ژمن او د پلي کېدو لپاره یې پوره چمتووالی لري.

ستانکزي د ترکمنستان له سفیره غوښتي، چې د کرونا ویروس د خپرېدا د مخنیوي له کبله، چې په ترکمنستان کې د افغان زدکړیالانو زدکړې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې وي اوس په کار ده، چې زدکړې یې بیا پیل او محصلین بېرته خپلو زده کړو ته ستانه شي.

د سرچینې په وینا، په دغه ناسته کې د ټاپي تر څنګ د ټاپ، رېل پټلۍ او قوشتېپې کانال په اړه هم هراړخیزې خبرې اترې شوې دي.

Leave a reply