پوتین پر روسیې د لویدیځ بندیزونه لېونتوب ګڼلی دی

پوتین پر روسیې د لویدیځ بندیزونه لېونتوب ګڼلی دی
هغه وويل چې د بندیزونو له کبله اروپايي اتحاديې ۴۰۰ ميليارده ډالره زيان کړی. په ورته مهال د روسيې ځينو نورو چارواکو او ادارو بيا ويلي چې د تېر کال کچې ته يې د هيواد د اقتصادي ودې رسيدل ښايي يوه لسيزه وخت ونيسي.
(2022 / 6 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین ويلي، پر روسيې د لويديځ له لوري د بنديزونو لګول ليونتوب دی.
ده د سنټ پيټرزبرګ نړيوال اقتصادي فورم ته په وينا کې وويل چې اقتصادي بنديزونه تر روسيې ډېر د بندیزونو لګوونکو ته زيان اړوي.
هغه وويل چې د بندیزونو له کبله اروپايي اتحاديې ۴۰۰ ميليارده ډالره زيان کړی. په ورته مهال د روسيې ځينو نورو چارواکو او ادارو بيا ويلي چې د تېر کال کچې ته يې د هيواد د اقتصادي ودې رسيدل ښايي يوه لسيزه وخت ونيسي.
د دغه هيواد لويې پور ورکوونکې ادارې سبربانک ويلي، د هيواد د اقتصادي ودې بېرته سمېدل يې که که ناممکنه چاره نه وي نو په لنډ مهال کې شونې چاره هم نه






