نریندر سنګه: کابل کې پر درمسال برید سیاسي انګېزه لري

0
168

نریندر سنګه: کابل کې پر درمسال برید سیاسي انګېزه لري

د یادونې ده چې تېره ورځ د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو پر یو درمسال برید وشو چې په نتیجه کې یې د يوه امنيتي منسوب او يوه هندو عبادت کوونکي په ګډون دوه تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

 

(2022 / 6 / 19    نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ولسي جرګه کې د اهل هنودو او سیکهانو پخواني استازي نریندر سینګهـ حالصه په کابل کې د هندو او سیکهـ افغانانو پر درمسال برید په کلکه ټکو غندلی دی.

نوموړي زیاته کړې ده چې د شنبې په ورځ د کابل په کارته پروان کې د دوی پر درمسال برید سیاسي انګېزه لري.هغه ویلي، په دې برید کې که داعش یا بل هر بل څوک ښکېل وي، باید ا.ا یې وڅیړي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې د دې برید تر شا سیاسي لاسونه دي او د افغانستان اوسنی نظام باید دا برید په دقیقه توګه وڅېړي او عاملین یې رسوا کړي.

د یادونې ده چې نن د کابل په کارته پروان سیمه کې د اهل هنودو پر یو درمسال برید وشو چې په نتیجه کې یې د يوه امنيتي منسوب او يوه هندو عبادت کوونکي په ګډون دوه تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

Leave a reply