ډاکټرانو جنرال ریټایرډ پرویز مشرف د سفر کولو څخه منع کړې

0
172

باغی ټي وي رپورټ
پخوانی د فوځخ مشر او د پاکستان صدر پروېز مشرف به خپل هېواد ته نه ستنېږي، ځکه ډاکټرانو پر هغه د سفر بندیز لګولی دی.

دسرچينو له مخې پخوانى صدر په داسې حال کې ساه بنده ده چې د متحده عرب اماراتو حکومت پخواني صدر ته د بوئينګ 777 د ورکولو تياري کوي خو پخوانى پوځي دکتاتور جنرل (ر) پرويز مشرف ډير زر خپل هيواد ته د ستنيدو هيڅ پلان نۀ لري ځکه چې ډاکټرانو ورته مشوره ورکړې ده. دوی د هوايي سفر څخه ډډه وکړي.

د متحده عربي اماراتو حکومت چمتو دی چې دوی ته د ایر امبولانس په واسطه د بوینګ 777 الوتکې ورکړي چې ټول هغه تجهیزات او اسانتیاوې به ولري چې پاکستان ته لیږدول کیږي.

طارق عزیز چې د مشرف پرنسپل سکرتر او د ملي امنیت د شورا سکرتر جنرال هم و، دی نیوز ته وویل چې جنرال پروېز مشرف غوښتل هېواد ته راستون شي خو د ډاکټرانو د مشورې څخه پس ی پاکستان ته سفر ځنډولې دې.
طارق عزیز د پخواني ولسمشر له مېرمنې صهبا مشرف سره هم په تماس کې دی چې له خپل خاوند سره د دوبۍ په یوه روغتون کې ده.

Leave a reply