الیکشن کمیشن کراچۍ کښې سرکاري افسر او د یوې سیاسي ګوند مشر ته نوټس جاري کړې

0
164

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د کراچۍ اين اے 240 کورنګي ضمني انتخاباتو کښې د پولنګ سټيشن نمبر 87 لانډهي زمان آباد پريزائيډنګ افسر ته نوټس جاري کړے دے۔
پاک سرزمين پارټۍ مشر مصطفی کمال ته هم نوټس جاري کړے شوے دے۔

د الېکشن کمېشن ترمخه د کراچۍ په حلقه اين اے 240 کورنګی ضمنی انتخاباتو کښې د پولنګ سټېشن نمبر 87 لانډی زمان آباد پرزېډنګ افسر ته د جون په 22مه نېټه سهار 11 بجې د اليکشن کميشن مخې ته حاضريدو نوټس جاري کړے شوے دے۔
په ياده نوټس کې ويل شوي چې تاسو بايد د ټاکنو کمېسيون ته ورشي او وضاحت ورکړي چې ولې ستاسو پر ضد قانوني کاروايي نه کېږي، پر پرزائډنګ افسر تور دی چې د ټاکنو په ورځ يې له پولنګ سټېشن څخه د رايو پاڼې غلا کړې دي.

اليکشن کميشن وئيلي دي چي د پاک سرزمين پارټي مشر مصطفی کمال ته هم نوټس جاري کړے شوے دے او ورته لارښوونه شوې چې کمیشن ته دې حاضر شي.

Leave a reply