د سوداګرو اتحادیی د حکومت پریکړه رد کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د آل پاکستان انجمن تاجران صدر خالد پرویز د حکومت هغه فیصله رد کړه چې بازارونه او دوکانونه به زر بندوي.
د پاکستان د سوداګرو د مرکزي ټولنې مشر ویلي، چې سوداګري لا له وړاندې له ګډوډۍ سره مخ دي او د بازار د تړلو پرېکړه باید تر اختر پورې وځنډول شي.
په دې اړه د سوداګرۍ خونې مشر اجمل بلوڅ وايي، دوی د شپې په ۸ بجو د دوکانونو د تړلو وړاندیز ردوي، سوداګر به په هېڅ صورت د شپې ۸ بجې خپل کاروبار نه بندوي، حکومت باید د سوداګرو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي او له ستونزو سره مخ نه شي.
اجمل بلوچ وويل که حکمرانان AC بند کړي نو دغريبانو پکي به چليږي، که حکومت بجلي نۀ شي ورکولى نو جنريټر دې چلوي، هغوی اوویل چې سهار دوکانونو خلاصولو تجويز هم بې کاره دى.
د آل پاکستان انجمن تاجران جنرل سيکرټري نعيم مير وئيلي دي چې حکومت دې د پرېکړو د لګولو پر ځای له موږ سره مشوره وکړي.






