په پنجاب کښې کیښنم، په شریکه کار پیل کوم: پخوانۍ اولس مشر، آصف زرداري

باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټۍ چارواکو بلاول هاؤس کښې پخواني صدر آصف علي زرداري سره ملاقات کړې دې۔
په دې موقع اصف علي زرداري وويل که چرې ورته دحکومت جوړولو موقع ورکړل شي نو پاکستان به ١١٠ درجې بدل کړي.
اصف زرداري وويل زه به اوس په پنجاب کې کیښنم او له ټولو سره به کار به په شریکه کار کوم، دا خبره دروغ ده چې په پنجاب، ګلګت بلتستان کې دپيپلز ګوند کمزورې شوې دې.
هغه اوویل چې مونږ دخپل سياست په کمزوري کولو سره د پاکستان د ژغورلو هڅه وکړه، زرداري اوویل چې د څلور کالو سیاست له امله نن په ملک کښې د ګرانۍ ښکار شوي یو.
پخواني ولسمشر وویل چې دوی مونږ ته کله غوږ نیسي، زرداري اوویل چې د اړتیا په وخت کښې دوی مونو ته غوږ نیسي، هغه اوویل چې په پنجاب کښې کار پیل کوم او خپلو کارکوونکو ته درناوی ورکوم.






