قبایلي سیمو لپاره په فنډ کښې کمې، په قبایلي سیمو کښې د ویړیا صحت سهولت پروګرام بندوو: محمود خان، وزیراعلی خیبر پښتونخوا
باغی ټي وي رپورټ
د خيبر پښتونخوا وزيراعلي محمود خان وئيلي دي چې په قبائلي ضلعو کښې د پرمختيائي فنډونو کميدو له وجې د صحت کارډونه بندوو.
محمود خان خپل بيان کښې اوويل چې دا ډله د قبائلي اولس حقونه هم غلا کول غواړي نو وفاقي حکومت دې په فوري توګه د قبائلي ضلعو د صحت کارډونو لپاره فنډونه ورکړي۔
د خېبرپښتونخوا وزیر اعلی زیاته کړه چې فنډونه دې ورکړل شي چې د قبایلي ضلعو خلکو ته د صحت کارډ په ذریعه سهولتونه ورکړل شي. د قبایلي سیمو ځوانانو او د سماجي ټولنو مشرانو د وفاقي حکومت او صوبایی حکومت دا پریکړه په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده او غوښتنه ی کړي ده چې قبایلي سیمو خلقو سره دې دا ظلم بند کړي او په قبایلي سیمو کښې د صحت پروګرام لپاره نور فنډ جاري کړې شي.