شهباز شریف د فوځ سرلښکرسره په مهمه موضوع خبرې کړې
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د فوځ سرلښكر جنرل قمر جاويد باجوه ته ټيليفون وكړو او هغه ته ئې د فنانشل ايکشن ټاسک فورس (اېف اے ټي اېف) په خړ فهرست كښې په شرطونو پوره كولو مباركي وركړه۔
تيره ورځ فیټف ويلي وو چي پاکستان ټول شرطونه پوره کړي دي، پاکستان خپل دوه ايکشن پلانونه د 34 مادو پر اساس بشپړ کړي دي، د شرطونو پوره کول به پاکستان ته د راتګ څخه پس تصديق شي.
د FATF د اعلان په مهال وزیراعظم شهباز شریف د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ته ټیلیفون کړی او هغه ته یې په خړ لیست کې د شرطونو پوره کولو مبارکي ورکړې ده.
د بيان ترمخه وزيراعظم په جنرل هيډکوارټرز کې د کور سيل جوړولو په اړه د آرمي چيف د فيصلې ستائنه وکړه او وې وئيل چې هغه په کور سيل کښې شامل سول، فوځي قيادت او ټيم ستائنه کوي چې پاکستان له ی د خړ لسټ څخه د ویستلو لپاره عملي هڅې وکړې.
د پوځ سرلښکر سره په خبرو کې وزيراعظم وويل چې پاکستان د بري لپاره د ټيم غړیو د کار ستاینه کوي په دې ټول ټیم فخر کوي.