په زور او جبر څوک د حق وینا څخه نه شي منع کولې، نه ی څوک مخه نیولې شي : عمران خان
باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې په زور او جبر د حق لپاره د آواز پورته کولو نه د خلقو مخه نه شي نيولې۔
د ګوند وياند سره په خبرو کې هغه وويل چې لوټمارانو د خزانې د ژغورلو لپاره په خلکو د ګرانۍ عذاب اچولی دی.
ده ووئيل د تېرو دوه مياشتو پېښو د سازش هر كردار په بشپړه توګه څرګند كړو۔
عمران خان ویلي چې د یکشنبې په ورځ به د هیواد په کچه د ګرانۍ پر ضد په یوه لاریون کې له ولس سره په ګډه د راتلونکي پلان لپاره پریکړه کوي.
عمران خان حماد اظهر ته د FATF له خړ لیست څخه د ایستلو مبارکي هم ورکړه.