د پی ټي آیی یو مشر دعوی کړې چې د عمران خان قتل ذمه واري یو تن ته ور سپارل شوې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر فیاض الحسن چوهان د ګوند د مشر عمران خان د وژنې ذمه واري یو ترهګر ته ور سپارل شوي ده.
فیاض الحسن چوهان په خپل ټوېټ کې ویلي “دا خبر دی چې په افغانستان کې ځینو کسانو د کوچي په نوم یوه ترهګر ته امر کړی چې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ووژني.”
ياده دې وي چې فياض الحسن چوهان په دې وروستيو کې د پخواني وزيراعظم عمران خان د ميډيا مشاور په توګه ټاکل شوی دی.
دا خبره هم د یادونې ده چې په دې لنډ تیر وخت کښې هم عمران خان په خپلو عوامي غونډو کښې دا ویلي وو چې زماد قتل پلان جوړ شوې دې، عمران خان دا هم ویلي وو چې یوه ویډیو ی ثبت کړې او د هغه ټولو کسانو نومونه په کښې اخستل شوي چې زما د وژنې پلان ی جوړ کړې دې.
اطلاع ہے کہ کچھ لوگوں نے افغانستان میں موجود کوچی نامی دہشت گرد کو تحریک انصاف کے چئیرمین عمران خان کو قتل کرنے کی سپاری دی ہے
— Fayaz ul Hassan Chohan (@Fayazchohanpti) June 18, 2022