هند کابل کې د پر درمسال برید غندلی دی

0
198

هند کابل کې د پر درمسال برید غندلی دی

کورنيو چارو وزارت ويلي چې د بريدګرو يوه ډله درمسال ته هم ننوتې چې په وينا يې ډير ژر به له پښو وغورځول شي. په بريد کې تر دې مهاله د دوو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

 

(2022 / 6 / 18   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هند د بهرنيو چارو وزارت په کارته پروان کې پر درمسال بريد غندلی دی.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند اريندم باګچي په يوه ټويټ کې ويلي چې د کابل په کارته پروان سيمه کې د هندوانو پر ګوردوارې بريد اندېښمن کړي دي.

هغه زياته کړې چې وضعيت له نږدې څاري او د بريد په اړه د لا ډيرو جزياتو د ترلاسه کولو په تمه دي. د هند د بهرنيو چارو وزير جې شنکر د باګچي ټويټ بيا خپور کړی او ويلي يې دي چې دغه بزدلانه بريد په کلکو ټکو غندي.

هغه دغه راز ويلي چې د کارته پروان پر درمسال بريد بايد د ټولو له لوري په شديدو ټکو وغندل شي.

د يادونې وړ ده چې نن سهار شاوخوا شپږ نيمې بجې په کارته پروان کې د هندو باوره افغانانو پر يوه درمسال لومړی د لاسي بم او وروسته د موټر بم بريد وشو.

کورنيو چارو وزارت ويلي چې د بريدګرو يوه ډله درمسال ته هم ننوتې چې په وينا يې ډير ژر به له پښو وغورځول شي. په بريد کې تر دې مهاله د دوو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

Leave a reply