ریچارډ ویلي چې ا.ا د نجونو زده کړو پۀ اړه ځواب نلري

نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې د بلجیم د استازو مجلس د بهرنۍ کمېټې له استازو سره د ناستې جوړېدو خبر ورکړی و. بېنېټ وايي، دا ناسته د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو د حقونو د پوهاوي کچې د زیاتوالي په هکله جوړه شوې وه.
(2022 / 6 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو په هکله پوهاوی یې په کاري لومړیتوب کې دی.
نوموړي په خپله ټویټر پاڼه کې د بلجیم د استازو مجلس د بهرنۍ کمېټې له استازو سره د ناستې جوړېدو خبر ورکړی و. بېنېټ وايي، دا ناسته د بشري حقونو په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو د حقونو د پوهاوي کچې د زیاتوالي په هکله جوړه شوې وه.
د راپورونو په حواله، ریچارډ بېنېټ پرون وویل، چې طالبان په افغانستان کې د نجونو زدهکوونکو د برخلیک په اړه روښانه ځواب نه لري.