ملګري ملتونه وایي له افغانانو سره به یې مرستې روانې وي

ملګري ملتونه وایي له افغانانو سره به یې مرستې روانې وي
د کډوالو عالي کمېشنري دغه راز وایي چې دوی شاوخوا ۳،۴ میلیارده ډالرو مرستې ته اړتیا لري خو تر دې دمه یې یوازې ۳۰ سلنه مرسته ترلاسه کړې ده او دوی اړ دي چې له افغانانو سره د مرستو لپاره خپلې اړتیاوې پوره کړي.
(2022 / 6 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه وایي له افغانانو سره به یې مرستې روانې وي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشرې افغانستان او پاکستان کې د افغان کډوالو او بېځایه شوو تر لیدنې وروسته ویلي چې افغانان د نړیوالې ټولنې پراخو مرستو ته اړتیا لري.
د سرچینې په خبره دمګړی افغانان په سخت وضعیت کې دي، په دغه هېواد کې پراخه وچکالي روانه ده، اقتصادي وضعیت کمزوری دی، خلک له بېکارۍ سره لاس او ګریوان دي نو له همدې امله ددې جدي اړتیا ده چې له افغانانو سره مرستې پراخې شي.