ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوی مرستیال استازي وټاکۀ

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوی مرستیال استازي وټاکۀ
بلخوا پوتزل بیا کلونه په ديپلوماتیکه برخه کې کار کړی دی، په افغانستان کې د آلمان سفیر و، اوس د المان ځانګړی استازی دی او په ادبیاتو کې د دوکتورا تر کچې زده کړې لري، چې په انګلیسي، آلماني او فارسي ژبه روانې خبرې کولی شي.
(2022 / 6 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوی مرستیال ځانګړی استازی معرفي کړی دی.
د ملګرو ملتونو پر وېبپاڼه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د آلمان اوسنی ځانګړی استازی مارکس پوتزل، د انتونیو ګوتریش له لوري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ځانګړی استازی ټاکل شوی دی.
نوموړی به له دې وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په سیاسي استازولۍ کې د ملګرو ملتونو د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي.
پوتزل داسې مهال په دې دنده ګومارل کېږي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اوسنۍ استازې دیبورا لاینز کاري موده پای ته رسېدلې ده.