عمران خان وایی چې د هغه حکومت پاکستان د خړ لسټ څخه ویستلو لپاره عملي هڅې کړې وې

0
88

باغی ټي وي رپورټ
پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان د فنانشل ایکشن ټاسک فورس (FATF) پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی دی.

عمران خان په خپل ټويټ کې ويلي چې د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې پاکستان د FATF په خړ لېست کې شامل شو.

ده ووئيل پاكستان ته تر دې دمه تر ټولو چیلنج لرونكي ايكشن پلان وركړې شوې او مونږ د اېف اے ټي اېف له 34 اېكشن ايټمونو څخه 32 بشپړ كړې دي په كومو كښې چې اېف اے ټي اېف زما د حكومت د كار او سياسي خواهشاتو ستائنه وكړه۔
عمران خان وويل حماد اظهر، د FATF رابطه کميټۍ او افسرانو غير معمولي کارکردګي اوښودله.

ده ووئيل د اېكشن پلان د كار بشپړېدو تصديق كولو لپاره به د FATF ټيم پاكستان ته ځي او زه باور لرم چې د FATF ډلې دوره به هم په كاميابۍ سره بشپړه شي۔

ياده دې وي چې د فنانشل ايکشن ټاسک فورس (FATF) پاکستان دا وخت په خړ لېسټ کې ساتلی دی.
د ایف ای ټي ایف په بیان کې ویل شوي چې پاکستان ټول شرطونه پوره کړي، پاکستان خپل دوه ایکشن پلان د ۳۴ شیانو پر اساس بشپړ کړی، د شرطونو د پوره کیدو تصدیق به هله وشی چې کله فیټف ټیم د پاکستان دوره وکړي.

FATF وايي، پاکستان د مني لانډرنګ او د ترهګرو د تمویل د مخنیوي لپاره اصلاحات بشپړ کړي دي.

Leave a reply