پاکستان کښې راتلونکې عمومي ټاکنې، د ټاکنو کمیشن مهم خبر خپور کړې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن (ای سي پي) د انتخاباتي نوملړونو د بیا تصدیق کولو نېټه وغځوله.
د اليکشن کميشن لخوا جاري شوي نوټيفيکيشن له مخې په ابتدائي انتخابي فهرستونو باندې د اعتراضونو او دقت نيټه د جون تر 30مې نېټې پورې غځولې شوې ده.
نوټيفيکيشن کښې وئيلي شوي چې د انتخابي فهرستونو په اړه د اعتراضونو او دقت فيصله به تر نهم جولائي پورې کولے شي.د راتلونکي عام انتخاباتو لپاره د حتمي انتخابي فهرستونو چاپ به د جولائي د 26مې نيټې نه تر 24م اګست پورې کيږي.
د ټاکنو کمیشن وايي، د راتلونکو ټاکنو لپاره به د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۲۵ مه نېټه د ټاکنو نوملړ خپور شي.






