جنرال ریټایرډ پرویز مشرف به زر پاکستان ته راړول شي، د هغه خاندان منلې

0
186

باغی ټي وي رپورټ
پخوانی ولسمشر او جنرال (ر) پروېز مشرف به ډېر زر د هوايي امبولانس له لارې د دوبۍ څخه پاکستان ته راوړل شي.

دسرچينو ترمخه دپروېز مشرف کورنۍ دخپل وطن واپسي کې ملاتړ څرګند کړى دى او امکان لري چې هغوي به ډير زر د اير امبولانس په ذريعه پاکستان ته منتقل کړل شي.

سرچينې زياته کړې، چې پرويز مشرف سخت ناروغه دى او په دوبۍ کې تر درملنې لاندې دى او له څلورو کلونو راهيسې د دوبۍ په يوه ځايي روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د جنرال پریز مشرف د مړینې خبر په سوشل میډیا خپور شوې وو چې بیا د هغه خاندان رد کړلو او وی ویل چې هغه ناروغه دې او په روغتون کښې تر درملنې لاندې دې.
د فوځ ویاندې ادارې هم په یو بیان کښې د مشرف په اړه بیان جاري کړې وو چې که د دهغه کورنۍ غواړي نو پاکستان ته په واپسۍ کښې ورسره همکاري کولې شي.
دا خبره هم د یادونې ده چې پخواني وزیراعظم میا محمد نواز شریف هم په بیان کښې ویلي وو که پرویز مشرف واپس پاکستان ته راتلل غواړي نو حکومت باید اسانتیاوې ورکړي چې هغه واپس پاکستان ته راشي.

Leave a reply