د فیټف صدر د پاکستان د هڅو ستاینه کړې

باغي ټي وي رپورټ
د فنانشل ایکشن ټاسک فورس (FATF) د وروستۍ غونډې د پرېکړو اعلانولو سره، د FATF مشر ډاکټر مارکوس پلیر ومنله چې پاکستان داسې اصلاحات پلي کړي چې د خپل ثبات او امنیت لپاره ښه دي.
خو هغه دا هم وویل چې “پاکستان نن له خړ لیست څخه نه دی ایستل شوی، که چیرې پاکستان په بریالیتوب سره ددې هیواد د لیدنو عمل په بریاليتوب سره بشپړه شي نو له خړ لیست څخه به ویستل شي.
د فیټف مشر اوویل چې پاکستان له به دا ډاډ ورکول وی چې دې هیواد د ترهګرو او د مني لانډرنګ لپاره داسې ګامونه اخستي شي چې ددې ناوړه عمل په بشپړه توګه مخه ونیول شي.
FATF وايي، پاکستان د مني لانډرنګ او د ترهګرو د تمویل د مخنیوي لپاره اصلاحات بشپړ کړي دي. په بیان کښې فیټف زیاتوي چې پاکستان د ملګرو ملتونو په لست کې د ترهګرو ډلو د مشرانو د محاکمه کولو په برخه کې لوی ګامونه پورته کړي او په پاکستان کې د مني لانډرنګ په اړه د پلټنو او محاکمې په برخه کې هم مثبت رجحان راغلی دی.
مبارک شه! حنا رباني کهر د پاکستان له خړ لېست څخه د وتلو بهیر پیل کړی دی
دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر دپاکستان ولس ته مبارکي وويله او وئيلي يې دي چې فنانشل ايکشن ټاسک فورس (FATF) د پاکستان دواړه ايکشن پلانونه حتمي کړي دي.
حنا رباني کهر وئيلي دي چې پاکستان به دغه تحرک ته دوام ورکوي او خپل اقتصاد ته به وده ورکوي.
نوموړې ووئيل نن د ټولو پاكستانيانو لپاره د خوشحالۍ ورځ ده، ملت ته دې مبارک وي، اېف اے ټي اېف په ټولو نقطو كښې پاكستان صفا كړې د كومې نه پس چې د FATF طرزالعمل لاندې د پاكستان خړ لېسټ څخه د وتلو عمل پېل شوے او تمه کیږي چې د اکتوبر په میاشت کې بشپړ شي.






