پاکستان د فیټف غوښتنې بشپړه کړي، تر اکتوبر پورې به د پاکستان نوم د خړ لسټ څخه او ویستل شي: حنا رباني کهر

باغی ټي وي رپورټ
دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر دپاکستان ولس ته مبارکي وويله او وئيلي يې دي چې فنانشل ايکشن ټاسک فورس (FATF) د پاکستان دواړه ايکشن پلانونه حتمي کړي دي.
حنا رباني کهر د جرمني په برلین ښار کې د FATF د غونډې په څنډه کې د وینا پر مهال وویل: “نړیوالې ټولنې په اتفاق سره زموږ د هڅو ستاینه کړې ده، زموږ بریا د څلور کلن ستونزمن سفر پایله ده.” هغې اوویل چې فیټف په خپل ټول ایکشن پلان کښې پاکستان صفا اعلان کړې دې او په اکتوبر کښې به د پاکستان نامه د خړ لسټ څخه اوویستل شي.
حنا رباني کهر وئيلي دي چې پاکستان به دغه حرکت او پرمختګ ته دوام ورکوي او خپل اقتصاد ته به هم وده ورکوي.
ده ووئيل نن د ټولو پاكستانيانو لپاره د خوشحالۍ ورځ ده، ملت ته دې مبارک وي، اېف اے ټي اېف په ټولو نقطو كښې پاكستان ته صفا كړې د كومې نه پس چې د FATF طرزالعمل لاندې د پاكستان خړ لېسټ نه د وتلو عمل پېل شوے دے۔ تمه کیږي چې د اکتوبر په میاشت کې بشپړ شي.
هغه وویل اوس به د FATF د طرزالعمل له مخې یو تخنیکي بیاکتنې ټیم پاکستان ته لیږل کیږي، مونږ به تر خپله وسه هڅه وکړو چې دا کار د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر میاشتې د FATF له عمومي دورې مخکې بشپړ کړو او دوی ته مو ډاډ ورکړی چې ممکنه همکاري به وشي.حنا رباني کهر ویلي چې په دې سره به د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې زمونږ له خړ لیست څخه د وتلو بهیر پای ته ورسیږي.
Hina Rabbani Khar: #FATF unanimously cleared Pakistan on all points of its action plan; our outmost effort is the technical evaluation team to end its work, and finalise Pakistan’s exit process from grey list in Oct 2022 pic.twitter.com/mMFbDeRSgs
— Ali Hussain (@aly_husein) June 17, 2022






