د هند هغه هڅې چې پاکستان په تور لسټ کښې شامل کړي،ټولې ناکامه شوي: شاه محمود قریشي

باغي ټي وي رپورټ
شاه محمود قریشي چې د پاکستان د تحریک انصاف په دوره کې د بهرنیو چارو وزیر وو، په خپل بیان کښې ویلي چې د مالي اقدام کاري ځواک (FATF) د پاکستان نامه له خړ لیست څخه د وتلو له امله ملت ته مبارکي وايي.
جیو نیوز سره خبرو کې شاه محمود قریشي ویلي، پرېکړه شوې چې پاکستان به نور په خړ لیست کې نه وي.
شاه محمود قريشي وويل دمسلم ليګ(ن) په دور کې پاکستان په خړ ليسټ کې شامل شوى ؤ، ټول شرطونه يې پوره کړل شوي وؤ، اوس په خړ ليسټ کې پاتې کيدل هيڅ جواز نۀ لري، پاکستان په تور فهرست کې شاملولو لپاره دهند هڅې ناکامې شوې.
ياده دې وي چې په خړ لېسټ کې د شاملو هېوادونو د حيثيت اعلان به نن د FATF له خوا کېږي، خو له خړ لېست څخه د پاکستان د ويستلو په اړه تر اوسه رسمي اعلان نه دى شوى.
د FATF په بیان کې ویل شوي چې پاکستان ټول شرطونه پوره کړي دي. پاکستان خپل دوه کاري پلانونه د ۳۴ مادو پر اساس بشپړ کړي دي، پاکستان ته سفرونه به د شرطونو د پوره کیدو تصدیق وکړي.FATF وايي، پاکستان د مني لانډرن\ او د ترهګرو د تمویل د مخنیوي لپاره اصلاحات بشپړ کړي دي.






