پاکستان د فیټف هغه غوښتنې بشپړ کړې چې نوم ی د خړ لسټ څخه اوباسي

0
191

باغي ټي وي رپورټ
د فنانشل ایکشن ټاسک فورس (FATF) ویلي پاکستان ټول شرطونه پوره کړي دي خو نن په جرمني کښې د پاکستان نوم د خړ لسټ څخه د ویستلو اعلان و نه شو.

د يادونې وړ ده چې د فنانشل ايکشن ټاسک فورس (اېف اے ټي اېف) په خړ لېسټ کې د شاملو هېوادونو دريځ نن اعلان کېده خو له خړ لېسټ څخه د پاکستان د ويستلو په اړه څه نه دي ويل شوي.

نن د جرمني په برلین ښار کې د FATF د غونډې وروستۍ ورځ وه.
د ايف اے ټي ايف لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي دي چې پاکستان خپل دوه ايکشن پلانونه په 34 شیانو باندې مکمل کړي دي او د شرطونو پوره کولو تصديق به پاکستان ته د راتګ سره کيږي۔

FATF وايي، پاکستان د پیسو مینځلو او د ترهګرو د تمویل د مخنیوي لپاره اصلاحات بشپړ کړي دي.
د یادولو وړ ده چې پاکستان د ۲۰۰۸ کال د فبرورۍ په ۲۸ مه د FATF په خړ نوملړ کې شامل شو او غوښتل شوي وو چې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د اسیا پاسیفیک ګروپ سره کار وکړي.

د ۲۰۱۰ کال د جون په میاشت کې د مثبتو پرمختګونو له مخې پاکستان د FATF له څار لیست څخه وایستل شو، خو د ۲۰۱۲ کال د فبرورۍ په ۱۶مه پاکستان بیا په خړ لیست کې شامل شو.

Leave a reply