په ټانک کښې شهید کړې شوې پولیس سرکاري اعزاز سره خاورو ته سپارل شوې

0
188

باغی ټي وي رپورټ
د شهيد ټريفک کانسټيبل محسن علي د جنازې لمونځ د ډي پي او آفس ټانک کښې په سرکاري اعزاز سره ادا کړے شو۔
د جنازې په نمونځ کښې د ضلعي پوليس افسر وقار احمد، ضلعي انتظاميې، پاک فوځ، فرنټئير کانسټبلري، انټليجنس او نورو ادارو، ميډيا نمائندګانو او د ټانک پوليس اهلکارو پشمول ګڼ شمير خلقو ګډون اوکړو۔
په دې موقع ټولو افسرانو د شهيد په جسد باندې د ګلونو ګېډۍ كیښودې او د ټانك پوليسو یوې چمتو ډلې شهيد ته سلامي وړاندې کړه.
د جنازې له لمانځه وروسته د شهيدانو د لوړو درجو، په هېواد کې د تلپاتې سولې او د پاکستان د امنيت او بقا لپاره ځانګړې دعاګانې وشوې.
د یادونې ده یاد شوې پولیس اهلکار پرون په ټانک کښې په ډزو وژل شوې وو.

Leave a reply