پیښور پولیسو د یوې ښځې په قتل کښې ککړ دوه تور کسان نیولي دي
باغی ټي وي رپورټ
د پیښور پهندو پوليسو د يوې ځوانې ښځې د وژنې په تور دوه کسان نيولى دى.
د پولیسو د راپور مطابق د وژل شوې ښځې د کورنې په اجازې سره د مړي پوسټ مارټم ترسره کړو د کوم څخه چې څرګنده شوه چې ښځه په ډزو وژل شوې ده
ایس پی سټي عتیق شاه په یو بیان کښې ویلي دی چې د وژل شوې ښځې خپل خاوند او خسر ددې میرمن په وژنه کښې تورن دې او دوی نیول شوي دي.
د پیښور پولیسو په یوه بله کاروایی کښې دوه نور تورن کسان هم نیولي دي.د سربند پوليسو دوه تنه د يوه وګړي په بند کښې د ساتلو په تور نیولي دي.
د وګړي د ناقانونه نیولو په تور کښې کسانو په ضد مقدمه درج کړې شوې ده.