پخواني وزیراعظم د روس سره د تیلو په معاهده مهمه خبره کړې

0
167

باغی ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) مشر شاهد خاقان عباسي ويلي دي چې د روسيې د تېلو په اړه هغه خلق داسې خبرې کوي چې دوي پرې نه پوهېږي.

شاهد خاقان عباسي د جيو نيوز په پروګرام کې له شاه زيب خانزاده سره په خبرو کې په پي ټي ائي نيوکې وکړې او ويې ويل چې د روسانو سره د د تېلو معاهده خبره هغه کوي چې پرې نه پوهېږي، په هېواد کښې تیل ريفائنري واردوي، هغه اوویل چې دې ریفاینرۍ ته د يوې روپۍ ګټه هم په نظر راغلې وې نو هغه به خپله تیل اخستلو لپاره تللې وې.
هغه وویل چې مونږ له روسیې وپوښتل چې آیا تاسو موافقه لرئ، خو هغوی وویل چې له مونږ سره چا خبرې نه دي کړي.

د ليګ مشر اوویل او زیاته ی کړه چې د پخواني حکومت وزير له روسيې د تېلو د پېرلو لپاره ليک هم ليکلى وو، خو تراوسه ی ځواب نه دې ورکړې.

Leave a reply