د پاکستان او جنوبي افریقه سفارتي اړیکې ولې بندې شوي؟

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان او جنوبي افريقې ترمينځ ډيپلوماټيکې اړيکې په داسې حال کې کړکیچنې شوې چې دواړو هېوادونو د يو بل د سفارتونو د ګاړو په لېږد او رجسټرېشن باندې تر ناڅرګنده وخت پورې اعلان شوي بنديزونه لګولي دي.
دسرچينو له مخې دجنوبي افريقې ريونيو سروسز ډيپارټمنټ دپاکستاني سفارت خانې په ضد پلټنې پيل کړي دي.
سرچينې وائي په جنوبي افريقه کې ميشت پاکستاني سفارتکاران دبهرنيو بلنو په ضد د ګاړو په خرڅولو تورن دي، په جنوبي افريقه کې دپاکستان سفير مظهر جاويد او پخوانى مرستيال سفير عدنان جاويد هم تورن دي.
بل اړخ ته جیو نیوز سره په خبرو کښې د پاکستان سفیر مظهر جاوید او سفیر عدنان جاوید دا تورونه په کلکه رد کړل.






