کابل کې د روسيې سفير: روسيه غواړي افغانستان ته ځانګړې توجه وکړي

0
52

کابل کې د روسيې سفير: روسيه غواړي افغانستان ته ځانګړې توجه وکړي

نوموړي ويلي چې روسيه به له افغانانو سره په ښوونيزه برخه کې د ظرفيت لوړولو لپاره همکاري وکړي٠
د ا.ا بهرنيو چارو وزير ويلي چې روسيه کولاى شي د خپلو صادراتو د ترانزيت لپاره د افغانستان له لارې استفاده وکړي٠

(2022 / 6 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې د روسې سفير ديميتري زاروف د ا.ا حکومت د بهرنيو له وزير امير خان متقي سره ليدنه کې ويلي چې هيواد يې غواړي افغانستان کې خپل دپلوماتيک ماموريت لا پياوړي کړي٠
د ا.ا د اعلاميې له مخي نوموړي نن پنجشنبه له امير خان متقي سره ليدنه کې ويلي چې روسيه غواړي افغانستان ځانګړې توجه وکړي٠

Leave a reply