په کراچۍ کښې د یو سیاسي پارټۍ په مشر ډزې شوي

0
165

باغی ټي وي رپورټ

د کراچۍ په حلقه این اے 240 د ضمنی انتخاباتو په مهال د پاک سر زمین پارټۍ (پی ایس پی) صدر انیس قائم خانی په ګاړي ډزې شوی دی.

دسرچينو ترمخه پيښه دلانډۍ ٦ سيمه کې شوې ده اؤ د ډزو په مهال انيس قائم خاني په ګاړي کښې نه وو.

انيس قائم خاني ادعا کړې، چې له څلورو تر پنځو کسانو يې پر موټر ډزې کړي او څلور مرمۍ يې پر موټر لګېدلې دي.
ياده دې وي چې دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د کراچۍ ښار د قومي اسمبلۍ په حلقه اين اے ٢٤٠ کې ضمني ټاکنو لپاره پولنګ روان وو.
د پولنګ په مهال د ګورنمنټ بوائز پرائمري سکول، انصاري محله، يو سي-2، لنډي کښې د دوو سياسي ګوندونو ترمېنځه نښته وشوه چې پوليسو د سياسي ګوند د کارکنانو د خورولو لپاره لاټي چارج کړي او حالات قابو لاندې راوستل شوي دي.

Leave a reply