عمران خان ریاستي ادارو ،په ځانګړي توګه د فوځ پر ضد کمپاین کوي: وفاقی وزیر، احسن اقبال

0
78

باغی ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې حکومت اوس هم اولس ته د پټروليم مصنوعات په د اخستلو په قیمت ورکوي.

هغه وويل چې د اوکراين او روسيې د جګړې له امله په نړيواله کچه د تیلو بیعې لوړې شوې دي.

احسن اقبال وويل پاکستان ثبات ته اړتيا لري نو ستونزمنه پرېکړه مو وکړه، د پاکستان لپاره مو خپل سياست قربان کړو.
هغه اوویل چې د پاکستان ژغورل ضروري وو، هغه زیاته کړه چې عمران خان لانجو او ګډوډۍ سياست کوي.

مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال احسن اقبال زياته کړه چې د پټروليم مصنوعاتو نرخونه د زړه په ډیر غم سره زيات کړل شوي دي .
هغه اوویل چې پرمختیایی بودیجه یو زره میلیارده پاتې وه او وس مهال دا بودیجه ۵۰۰ میلیارده ته راټیټه شوې ده.

ده ووئيل د عمران خان حكومت د آئي اېم اېف سره د سبسډي ختمولو او ټېكس لګولو وعده كړې وه٬ كله چې مونږ په حكومت كښې راغلو نو مونږ ته معلومه وه چې مونږ به له كومو ستونزو سره مخ كېږو٬ كه مونږ غوښتلې نو سياست به بچ كړې وې او ټاكنې به مو کړې وې۔
وفاقي وزیر اوویل چې د عمران خان او د هغه فعالین د ریاستی ادارو او په ځانګړې توګه د پاکستان فوځ پر ضد کمپاین کوي. هغه زیاته کړه چې د عمران خان منفي سیاست هیواد او ملي ادارو ته زیان رسوي.

Leave a reply