ناټو اوکراین ته د نویو او پرمختللیو وسلو د ورکړې خبر ورکړی 

0
168

ناټو اوکراین ته د نویو او پرمختللیو وسلو د ورکړې خبر ورکړی 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو ددفاع وزیرانو تر غونډې مخکې رسنیو ته ویلي چې اوکراین ته نوې او پرمختللې وسلې ورکوي څو وکړی شي د روسیې پر وړاندې اغېزناک تمام شي.

 

(2022 / 6 /  16   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ناټو یو ځل بیا ویلي چې اوکراین ته پرمختللې وسلې ورکوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د ناټو ددفاع وزیرانو تر غونډې مخکې رسنیو ته ویلي چې اوکراین ته نوې او پرمختللې وسلې ورکوي څو وکړی شي د روسیې پر وړاندې اغېزناک تمام شي.

د سټولټنبرګ په خبره ددې وسلو کارونه او اوکراین ته رسېدل به وخت ونیسي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر جوبایډن اوکراین ته یو میلیارد ډالر نوره مرسته هم تایید کړه.

له دې سره جوخت د اوکراین ولسمشر بیا په مرستو کې د غربي هېوادونو له لوري ځنډ اندېښمنوونکی بولي او تمه لري چې مرستې پر وخت ور ورسېږي.

Leave a reply