پاکستان فوځ د پرویز مشرف د واپس راستنیدو زړوره پریکړه کړې ده: شیخ رشید

0
188

باغي ټي وي رپورټ

د کورنیو چارو پخواني وزیر شیخ رشید ویلي، نواز شریف د مشرف د بېرته ستنېدو د پرېکړې له ملاتړ پرته بله چاره نه درلوده.

په ټويټر جاري شوي يو بيان کښې شيخ رشيد وئيلي دي چې د وارداتي حکومت ايجنډا د خپلو مقدمو ختمول او د آئي ايم ايف له لوري ګراني مسلط کول دي، د عدم اعتماد تحريک هم له لندن څخه پيل شوې چې د نړيوالي سازش په نتيجه کښې پیل شو.

ده ووئيل نن په پنجاب كښې دوه غير آئيني غونډې شوې كوم چې په پاكستان او نړۍ كښې بې مثاله وې۔
دپروېز مشرف په اړه شيخ رشيد وويل چې پوځ او دهغه مشرتابه پرويز مشرف بيرته پاکستان ته بللى او سمه او زړوره فيصله يې کړې ده، نوازشريف ته د دې پريکړې د ملاتړ پرته بله چاره نه وه.هغه زیاته کړه، نواز شریف د پاکستان د ټولو د فوځ د مشرانو پر وړاندې جنګېدلی او سیاسي بحران یې رامنځ ته کړی او کله چې خپل غرض ی مخې ته راغلې نو بیا ورته بیا ټیټ شوې دې.

Leave a reply