راپورونه وايي چې د نورستان ولايت د نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې بيا اور لګيدلی دی

راپورونه وايي چې د نورستان ولايت د نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې بيا اور لګيدلی دی
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ يوه اوسيدونکي مولوي امان الله رسنيو ته ويلي چې د دې ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور بيا بل شوی چې د سيمې خلک يې د وژلو هڅه کوي.
(2022 / 6 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
راپورونه وايي چې د نورستان ولايت د نورګرام ولسوالۍ په ځنګلونو کې بيا اور لګيدلی دی.
پر دې سربېره د ننګرهار د هسکې مينې ولسوالۍ په ځنګلونو کې هم د اور لګيدنې خبر ورکړل شوی خو په اړه يې ډير جزيات نه دي خپاره شوي.
د نورستان د نورګرام ولسوالۍ يوه اوسيدونکي مولوي امان الله رسنيو ته ويلي چې د دې ولسوالۍ په ځنګلونو کې اور بيا بل شوی چې د سيمې خلک يې د وژلو هڅه کوي.
هغه ويلي چې په لومړي سر کې ۱۰۰ ځوانان د اور وژلو ته ورغلي وو، خو د اور د ډير شدت له کبله يې په مهارولو نه دي بريالي شوي.
هغه ويلي چې اوس د اور لګيدنې سيمې ته نور خلک هم ورغلي او هڅې روانې دي چې اور مړ کړي. دا په تېرو دوو اونيو کې درېيم ځل دی چې د دې سيمې په ځنګلونو کې اور لګيږی.





