ایران د هرات–خواف رېل پټلۍ د ژر پیلېدړ خبر ورکړی دی

ایران د هرات–خواف رېل پټلۍ د ژر پیلېدړ خبر ورکړی دی
د هرات-خواف رېل پټلۍ افغانستان او ایران سره نښلوي، چې تېر حکومت د چارو تر بشپړېدو مخکې په نمایشي توګه پرانیسته خو د ناامنیو په راتګ یې پاتې چارې ځنډېدلې وي.
(2022 / 6 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هرات-خواف رېل پټلۍ د جوړولو پاتې چارې پيلېږي. افغان حکومت وايي چې یوه پلاوي یې په ایران کې د هرات-خواف رېل پټلۍ د پاتې چارو په تړاو له ایراني چارواکو سره کتلي دي.
سرچینه وایي په دې لیدنه کې ددغه مهمې پټلۍ د پاتې چارو په اړه خبرې شوې دي او ایراني لوري ویلي چې ژر به د یادې رېل پټلۍ د بشپړولو لپاره لاس په کار شي.
ایراني لوري ژمنه کړې چې ډېر ژر به ددغه پټلۍ د بشپړولو لپاره لاس په کار شي او هڅه کوي دغه پټلۍ د هرات تر هوايي ډګر پورې وغځوي.
د هرات-خواف رېل پټلۍ افغانستان او ایران سره نښلوي، چې تېر حکومت د چارو تر بشپړېدو مخکې په نمایشي توګه پرانیسته خو د ناامنیو په راتګ یې پاتې چارې ځنډېدلې وي.
اوس ددغه پټلۍ د پاتې چارو د بشپړولو لپاره ایرانی او افغان لوری په مذاکراتو بوخت دي.





