د امریکا ولسمشر نن د سعودي عربستان له پادشا او ولیعهد سره ګوري

د امریکا ولسمشر نن د سعودي عربستان له پادشا او ولیعهد سره ګوري
بايډن داسې مهال سعودي عربستان ته سفر کوي چې له ایران سره د امریکا اړیکې ترینګلې شوې دي او عرب هېوادونه ددې غوښتونکي دي څو ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځول شي.
(2022 / 6 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا ولسمشر نن د سعودي عربستان له پادشا او ولیعهد سره ګوري.
د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بايډن نن په سعودي عربستان کې ددغه هېواد له پادشا ملک سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري او پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
بایډن به دغه راز د خلیج هېوادونو په سرمشریزه کې هم ګډون کوي.
په دې سرمشریزه کې د عراق لومړی وزیر، د اردون پادشا او د مصر ولسمشر هم ګډون وکړي.
بايډن داسې مهال سعودي عربستان ته سفر کوي چې له ایران سره د امریکا اړیکې ترینګلې شوې دي او عرب هېوادونه ددې غوښتونکي دي څو ایران اټومي وسلو ته له لاسرسي راوګرځول شي.






