روسیې او ترکمنستان د افغانستان په مسئله کې له یو بل سره پر همکارۍ ټينګار کړی دی

روسیې او ترکمنستان د افغانستان په مسئله کې له یو بل سره پر همکارۍ ټينګار کړی دی
پوتین همدا راز وایي چې د سیمې له هېوادونو سره هم په ګډه د افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې لپاره هڅو ته ادامه ورکوي. ترکمنستاني لوري هم ویلي چې د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم دی نو ځکه په دې برخه کې له سیمه ییزو فارمټونو سره همکارۍ ته تیار دي.
(2022 / 6 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې او ترکمنستان د افغانستان په مسئله کې له یو بل سره پر همکارۍ ټينګار کړی دی. د راپورونو له مخې د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین په مسکو کې له خپل ترکمنستاني سیال سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې تر ډېره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې شوې دي. دواړو لورو ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې د ثبات او امنیت په راوستو کې هڅه کوي.
پوتین ویلي چې له ترکمنستان سره د افغانستان په تړاو همکاري کوي او په خبره یې دمګړی افغانستان په سیمه ییزو سترو او ستراتيژيکو پروژو کې شامل شوی دی نو په دغه هېواد کې به د تلپاتې ثبات لپاره هڅه کېږي.