د م،م عالي کمیشنرۍ ویلي چې افغانستان کې داهاي بېېځایه شویو سره د مرستې لړۍ چټکوي   

0
156

د م،م عالي کمیشنرۍ ویلي چې افغانستان کې داهاي بېېځایه شویو سره د مرستې لړۍ چټکوي 

کليمينټس چې د تېرې يکشنبې په ورځ د کډوالو او کورنيو بېځايه شويو د وضعيت د ارزونې په موخه کابل ته راغلې، نن يې له ستانکزي سره په کتنه کې ويلي چې اداره به يې د کډوالو د مرستې لپاره خپل فعاليتونه پراخ کړي.

 

(2022 / 6 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنري وايي چې افغانستان کې د بېځايه شويو او را ستنيدونکو کډوالو وضعيت ته د رسيده ګۍ په موخه د خپلو کارکوونکو شمېر ډيروي.

دا څرګندونې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستيالې کيلي کليمينټس د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې کړې دي.

کليمينټس چې د تېرې يکشنبې په ورځ د کډوالو او کورنيو بېځايه شويو د وضعيت د ارزونې په موخه کابل ته راغلې، نن يې له ستانکزي سره په کتنه کې ويلي چې اداره به يې د کډوالو د مرستې لپاره خپل فعاليتونه پراخ کړي.

هغه دغه راز ډاډ ورکړی چې د افغان کډوالو د ستونزو د ارزولو لپاره به نورو هيوادونو ته هم سفرونه وکړي او له چارواکو سره به يې د يادو ستونزو د هواري په هکله خبرې وکړي.

Leave a reply