که پرویز مشرف پاکستان ته بیرته واپسي غواړي نو حکومت دې اسانتیاوې ورکړي: پخواني وزیراعظم میا نواز شریف ټویټ

File Photo
باغي ټي وي رپورټ
پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف د پخواني صدر او جنرال (ر) پرويز مشرف د ناروغۍ په اړه غبرګون ښودلی دی او هغه د ناروغې په اړه ی خواشینې څرګنده کړې ده.
د پاکستان پخواني وزیراعظم میا نوازشريف په خپل ټویټر پانړه ټویل کښې ویلي دي چې له پرويز مشرف سره يې شخصي دښمني نه درلوده.
هغه وویل چې زه نه غواړم چې بل څوک د خپلو عزیزانو لپاره هغه صدمې او غم اوخورې کومې چې ما اوخوړې.
نوازشريف وويل زه دالله تعالی څخه دپرويز مشرف د روغ صحت لباره دعا کوم. هغه وويل که پرويز مشرف پاکستان ته بيرته راتلل غواړي نو حکومت دې اسانتياوې ورکړي.
تر دې مخکې د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار ویلي وو چې د مشرف د بېرته راوستلو لپاره د هغه له کورنۍ سره تماس نیول شوی او پرېکړه به د هغه کورنۍ کوي.
میری پرویز مشرف سے کوئی ذاتی دشمنی یا عناد نہیں۔ نہیں چاہتا کہ اپنے پیاروں کے بارے میں جو صدمے مجھے سہنا پڑے، وہ کسی اور کو بھی سہنا پڑیں۔ ان کی صحت کے لیے اللّہ تعالی سے دعاگو ہوں۔ وہ واپس آنا چاہیں تو حکومت سہولت فراہم کرے۔
— Nawaz Sharif (@NawazSharifMNS) June 14, 2022





