د پاکستان دفاع لپاره ایښودل شوې بودیجه، د پاکستان فوځ دریځ مخې ته راغلې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ وياند ميجر جنرل بابر افتخار ويلي هر کال چې بجټ وړاندې کيږي نو د دفاعي بجټ په اړه بحث شروع کيږي، هغه اوویل چې دفاعي بجټ کې د ګواښونو ، انديښنو، چيلنجونو او د وسایلو سرچينې په نظر کې نيولو پس کیښودل کیږي.
ډي جي آئي ايس پي آر وئيلي دي چې د هندوستان مخ په زياتېدونکي دفاعي بجټ په نظر کې ونيسئ، د پاکستان پوځ د کال 2020 راهسې خپله بجټ نه دی زيات کړی، هغه اوویل چې ګراني په نظر کې نيولو سره دفاعي بجټ کم کړی شوی دی، د وسله والو ځواکونو د بجټ د جي ډي پي جي نرخونه په پرله پسې توګه زيات شوي دي. مونږ په بجټ کښې سل اربه روپۍ کمې کړي دي، مونږ د یوټیلټي بلونو خرچه کمه کړې ده، مونږ د پټرول او ډیزل د بچ کولو لپاره غیر ضروري حرکتونه کم کړي دي.
ډي جي آئي ايس پي آر وويل چې غير ضروري تګ راتګ کم شوى، آن لائن کانفرنسونه مو پیل کړي ، تيرکال دکورونا وبا په مهال ترلاسه شوي ٦ اربه روپۍ مو حکومت ته واپس کړي دي. د ملټري فاونډيشن لخوا په کال کې د٢ؤ لکو څخه زياتو ناروغانو علاج کيږي.
هغه وویل چې له بده مرغه، له څه مودې راهیسې، د ځواکونو او پوځي مشرتابه پر ضد د د روغو پروپیګنډه کیږي.






