د پنجاب اسمبلۍ غونډه نن هم و نشوه، د بجټ وړاندې کولو غونډه به سبا کیږی

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب اسمبلۍ کښې نن په دويمه ورځ هم صوبائې بجټ وړاندې نه کړے شوے ولې سپيکر پرويز الاهي او د اپوزيشن غړي په خپلو غوښتنو ولاړ وو او حکومت په خپل دريځ ټينګ ولاړ وو چې له وجې ئي غونډه وځنډول شوه۔
د اپوزیسیون او حکومت تر منځ د خبرو اترو لړۍ ټوله ورځ روانه وه، څه موده وړاندې خبر ورکړل شوی و چې د پي ټي ايي غړي په غونډه کې ګډون ته چمتو شوي او غونډه به لږ وروسته پیل شي.
بلخوا د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان د پنجاب اسمبلۍ روانه څلويښتمه غونډه لغوه كړې او د پنجاب اسمبلۍ 41مه غونډه به سبا په ايوان اقبال كښې رابللې شي۔ د پنجاب ګورنر د پنجاب اسمبلۍ ۴۱مه غونډه سبا ماسپښین درې بجې رابللې ده.
په دې موقع د پنجاب اسمبلۍ څلويښتمه غونډه د قامي اسمبلۍ سپيكر لخوا پېل شوه خو څه موده پس يې غونډه سبا ماسپښين تر يو بجو پورې وځنډوله۔
اوس پوښتنه دا ده چې سبا به د پنجاب اسمبلۍ غونډه ماسپښين يو نيمې بجې وي او که په ايوان اقبال کې به ماسپښين درې بجې کېږي؟
ياده دي وي چي د پنجاب اسمبلۍ سپيکر پرويز الهي د آئي جي پنجاب نه غوښتنه کړې ده چې د خپلې غلطۍ کولو لپاره دې بخښنه هم اوغواړي.





