د اټومي انرژۍ اژانس پر ایران ژر تر ژره خبرو ته د حاضرېدو غږ کړی دی

د اټومي انرژۍ اژانس پر ایران ژر تر ژره خبرو ته د حاضرېدو غږ کړی دی
ايران په ۲۰۱۵ کال کې له لويو قدرتونو سره اټومي تړون لاسليک کړ، خو ټرمپ له دې کبله له دې تړونه ووت چې ويل يې ايران يې پليتابه ته ژمن نه دی. ټرمپ له همدې کبله پر ايران سخت بنديزونه هم ولګول.
(2022 / 6 / 13 نېټه باغي تلویزیون)
بشپړ راپور
د اټومي انرژۍ نړيوال اژانس پر تهران غږ کړی چې ژر تر ژره دې د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بيا احيا کولو لپاره خبرو ته حاضر شي.
د ياد اژانس رييس رافايل ګروسي له سي ان ان سره په مرکه کې ويلي چې دوی د وضعيت درک ته اړتيا لري او اړ دي چې د اټومي تړون د بيا ژوندي کولو لپاره په ګډه کار وکړي.
ايران په ۲۰۱۵ کال کې له لويو قدرتونو سره اټومي تړون لاسليک کړ، خو ټرمپ له دې کبله له دې تړونه ووت چې ويل يې ايران يې پليتابه ته ژمن نه دی. ټرمپ له همدې کبله پر ايران سخت بنديزونه هم ولګول.
که څه هم څه موده مخکې د ايران او لويو قدرتونو تر منځ د اټومي تړون د بيا احيا کولو مذاکرات پيل شول، خو پر تهران تور پورې کيږي چې په دې برخه کې هوکړې ته د رسيدو لپاره صادقانه همکاري نه کوي.
دغه هيواد تازه په اټومي بټيو کې د انرژۍ د نړيوال اژانس له لوري ځای پر ځای شوې د څار ۲۷ کمرې مړې کړې دي.






