ضلع خیبر کښې د هند جوړ درمل د پیغمبر اسلام د سپکاوي په ځواب کښې وسوځول شول

ضلع خیبر تاریخي باب خبر او د خیبر پاس په لویه لار هندي درل سوځول شوي
باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود تاریخي باب خیبر سره څیرمه د جمرود فارمسي اتحادیې لخوا تنظیم شوي احتجاج وشو، احتجاج کوونکو د هند بي جې پي په ضد نعرې اووهلې او د هندي درملو د بایکاټ ی اعلان کړو. احتجاج کوونکو د هند بي جي پي ویاند له لوري د پیغمبر سپکاوي کولو په سختو ټکو کښې غندنه وشوه او وې ویل چې زمونږ د ګران پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم د د حرمت لپاره خپل ژوند هم قرباني کولو لپاره تیار یو.
د جمرود فارمسي یونین صدر شاهد خان آفریدي په مشرۍ کښې دا احتجاجي مظاهره وشوه.
د جمرود فارمسي اتحادیې غړیو او نور مشرانو په لاسونو کې د هند ضد شعارونو لیکل شوي بینرونه وو پداسې حال کې چې د فارمسي اتحادیې مشرانو هم په مظاهره کې “مرګ په هند” شعارونه ورکول.
احتجاج کوونکو په باب خیبر کې هندي درملو ته اور ورته کړ او په جمرود بازار کې یې د هندي درملو پر خرڅلاو بشپړ بندیز لګولو سره د بائیکاټ اعلان هم وکړو.





