پاکستان کښې به لوی اختر کله وي؟

باغی ټي وي رپورټ
ستورپوهان وړاندوینه کوي چې لوی اختر په پاکستان کې د جولای په لسمه نیټه وي.
د کراچۍ پوهنتون د فضايي علومو او ټيکنالوجۍ د انستيتوت مشر او د ستورپوهنې يو کارپوه ډاکټر جاويد اقبال وړاندوينه کړې، چې اختر به د جولای پر لسمه او د عاشورا محرم د دوشنبې په ورځ د اګست په اتمه وي.
هغه وويل چې د جون په ٢٩مه نېټه به هم د اسلامي تاريخ ٢٩مه وي، کله چې په دغه ورځ لمر لوېږي، د سپوږمۍ دريځ يعنې لوړوالی به له پنځو درجو کم وي او د لمر او سپوږمۍ د لوېدو موده (وقفه) به 30 دقیقې وي.
د کارپوهانو په وینا په دغه وخت کې به سپوږمۍ نه وي لیدل کیږي، نو د ذوالحجې لومړۍ نېټه به د جولای په لومړۍ او لوی اختر به د جولای په لسمه وي، په داسې حال کې چې لومړی محرم به د جولای په ۳۰مه او عاشورا به د اګست په اتمه وي.






