مونږ د چا غلامان نه یو ، یو آزاد قوم یو: ډاکټر یاسمین راشد

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مرکزي غړې ډاکټر ياسمين راشد وئيلي دي مونږ يو آزاد قوم يو او د چا غلام نه يو۔
د سيشن کورټ نه بهر ميډيا سره خبرو کښې ډاکټر ياسمين رشيد اووېل چې په 25م مئي پوليس زما د ګاډي کړکۍ په چړو ووهلې، ما تر ننه پورې داسې پوليس نه وو ليدلې، ما غوښتل چې خبرې وکړم خو هغوي په ډانګونو زما ګاړې وهل پیل کړل.
هغې اوویل زه ایف آیی ار ثبت کولو لپاره لاړم، خو ایس ایچ او وویل چې له پورته څخه یو حکم دی او دوی ایف آی آر نشي درج کولې. پخواني صوبايي وزيرې اوويل چې په ٢٥م مئ چې دپوليسو لخوا ترسره شوى بربريت اؤ د بدمعاشي ټول ميډيا يې هم شاهدان دي، مونږ درې بې وسلې ښځې اسلام اباد ته روانې وو،هغې اوویل چې دلته يو سپک حکومت دى، زما عمر وګوره او زما په ضد تر هګرۍ مقدمه درج شوې ده، که رانا ثناالله د ماډل ټاون سانحه کېس کې مجرم ثابت شوی وای، نون نن به ی داسې کار نه وای کړی.
نوموړې ووئيل زمونږ 3 کارکنان شهيدان شوي دي مونږ به د خپلو هر يو کارکن احتساب كوو، دې خلقو ته دا خيال وو چې پي ټي آئي د ممي ډيډي پارټي ده خو زمونږ کارکنانو ثابته كړه چې پي ټي آئي د ممي ډيډي پارټي نه ده۔






