د پنجاب حکومت کابینې بجټ منظور کړو

0
81

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب صوبایی حکومت کابینې د راتلونکي کال ۲۰۲۲-۲۳مالي کال بجټ منظور کړو.

د پنجاب کابينې غونډه د وزيراعلي حمزه شهباز په مشرۍ کښې وشوه چې پکښې د کلنۍ بجټ منظوري ورکړې شوه۔

د پنجاب 3226 اربه روپۍ کلنۍ بجټ به نن وړاندې کيږي په داسې حال کې چې پاکستان تحريک انصاف او مسلم ليګ (ق) د بجټ غونډې په مهال د احتجاج منصوبه بندي کړې ده.

دسرچينو ترمخه دپنجاب دکابينې بجټ به صوبائي وزير اويس لغاري وړاندې کوي چې پکې د ملازمينو تنخواه 15 فيصده اؤ پنشن کې 5 فيصده اضافه کولو تجويز دى.

د یادونې ده چې د پنجاب حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره د ۳۲۲۶ اربه روپو بجټ نن اعلانیږي، صوبائي بجټ کښي د صحت نوي منصوبو لپاره 174 اربه روپئ او د تعليم نوي منصوبو لپاره 56 اربه روپئ مختص کړي شوي دي ولي 78 اربه روپئ به د نويو سړکونو په جوړولو او 10 اربه روپئ د خرابو سړکونو په بحالئ لګولې شي۔

Leave a reply