چین د شهباز شریف حکومت ته ۲ ملیارده ډالر ورکولو باندې راضي شوې
باغی ټي وي رپورټ
چین هیواد پاکستان ته په خپل وروستي تماس کې په کمه شرح سود سره د دوه اربه ډالرو قرضې ورکولو کې باور ورکړی دی چې په سختو حالاتو کې به د پخوا په شان زیات عزم او فعالیت سره د پاکستان ترڅنګ ودریږي او مالي مرستو ته به دوام ورکړي.
د جمعې په ورځ په خارجه دفتر کې د چین لپاره د پاکستان سفیر لخوا ترلاسه شوي سفارتي بریفنګ کې د پاکستان حکومت ته دا هم ویل شوي چې د چین حکومت د پاکستان سره خپلې اقتصادي او ستراتیژیکې اړیکې پراخول او پیاوړي کول غواړي.
ویل کیږي چې د چین مشرتابه لومړي وزیر شهباز شریف ته ډاډ ورکړی چې دوی نه یوازې د پاکستان د خلکو سره ولاړ دي بلکې غواړي چې د اوسني لومړي وزیر سره د پخوا په پرتله ډیر فعالیت او عزم سره کار وکړي.
یوې باخبرې سرچینې دی نیوز ته وویل چې په دیپلوماتیکه همغږۍ کې د چین حکومت باور څرګند کړی چې شهباز شریف به د خپلې “د حکومتدارۍ د فلسفې” پر بنسټ پر هغو ننګونو بریالي شي چې پاکستان ورسره مخامخ دی.
د پاکستان د اقتصادي ننګونو سره د مقابلې لپاره، چین ژمنه کړې چې په ټیټه د سود شرح به دوه ملیارده ډالر پور ورکړي چې دا به د هغه نرخ څخه هم ټیټ وي چې چین خپلو نورو نږدې ملګرو ته پور ورکوي.
د یادونې ده چې نن پخواني د داخله چارو وزیر شیخ رشید په یو بیان کښې ویلي دي چې چین هیواد پاکستان سره مرستې د پاکستان فوځ سرلښکر د چین د دوره کولو پس اعلان کړي دي او چین هیواد پاکستان ته د یو ډالر ورکولو ته هم تیار نه دې خو د پاکستان فوځ سرلښکر د دورې کولو پس چین پور ورکولو ته تیار شو.