پاکستان افغانانو ته د ترانزیت ویزو د ورکړې لړۍ پیل کړې ده

0
249

پاکستان افغانانو ته د ترانزیت ویزو د ورکړې لړۍ پیل کړې ده

په وروستیو کې یو شمېر افغانان چې له بهرنیو موسساتو او بنسټونو سره یې کار کړی دی، د یادو هېوادونو له لوري ایستل کېږي خو د لېږد لپاره یې دوی ته درېیم هېواد ته د تګ سپارښتنه کېږي.

 

(2022 / 6 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستان افغانانو ته د ترانزیت ویزو د ورکړې لړۍ پیل کړې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر خپله ټوېټر پاڼه په خپاره کړي پیغام کې ویلي، دوی هغو افغانانو ته ترانزیت ویزې ورکوي چې د ځینو هېوادونو له لوري د لېږد په موخه دوی ته درېیم هېواد ته د تګ سپارښتنه شوې ده.

د ده په خبره دا افغانان کولی شي چې د خپلو رسمي کارونو د پروسس لپاره پاکستان ته لاړ شي او په همدې موخه ورته د ترانزیت ویزې ورکول کېږي.

په وروستیو کې یو شمېر افغانان چې له بهرنیو موسساتو او بنسټونو سره یې کار کړی دی، د یادو هېوادونو له لوري ایستل کېږي خو د لېږد لپاره یې دوی ته درېیم هېواد ته د تګ سپارښتنه کېږي.

له همدې امله پاکستان دوی ته د ترانزیت ویزې ورکوي چې د پاکستاني چارواکو په خبره اخیستل به یې اسانه وي او ځانګړي شرایط لري. په دې اړه لا ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي.

Leave a reply